• Toll-Free: 141

د پولیو واکسین سرتاسري کمپاین پیل شو

کور مطبوعاتي اعلامیې د پولیو واکسین سرتاسري کمپاین پیل شو

د پولیو واکسین سرتاسري کمپاین پیل شو

مطبوعاتي اعلامیې

کابل، افغانستان (۳ تله ۱۴۰۱): د عامې روغتیا وزارت د نړۍوالو ادارو  په همکارۍ نن په هېواد کې د پولیو ضد واکسین ملي کمپاین پیل کړ.

د دغه کمپاین موخه دا ده څو له پنځو کلونو د کم عمر څه باندې ۱۱ میلیونه ماشومان د پولیو یا ګوزڼ ناروغۍ په وړاندې واکسین کړل شي، همداراز په دغه کمپاین کې ویټامین A کیپسول هم له ۶ تر ۵۶ میاشتو عمر لرونکو ماشومانو ته ورکول کېږي، ویټامین A د ماشومانو د سترګو، پوستکي او معافیت سیسټم په سالم ساتلو کې مرسته کوي.

د عامې روغتیا وزیر ډاکټر قلندر عباد وویل: «موږ هوډ لرو چې د خپلو شریکانو په ملاتړ په افغانستان کې د پولیو ناروغي ختمه کړو.»

هغه زیاتوي، د پولیو ناروغۍ وروستۍ پېښې د اندېښنې وړ دي، د پولیو واکسین کمپاینونه او لومړني روغتیايي خدمتونه به تر هغه جریان ولري چې دغه ناروغي په بشپړه توګه له هېواده ورکېږي.

نوموړی ټینګار وکړ چې د پولیو په له منځه وړلو کې د ټولو افغانانو په ځانګړې توګه د والدینو، د ټولنې د مشرانو، قومي مخورو او ملا امامانو ملاتړ اړین دی، موږ غواړو چې هغوی له مړینې او ګوزڼ څخه د افغان ماشومانو د خوندیتوب په برخه کې همکاري وکړي.

پوليو يوه ويروسي ناروغي ده چې درملنه نه لري او يوازې د واکسين په مټ د مخنیوي او له منځه وړلو وړ ده، کوم ماشوم چې په دې ناروغۍ اخته شي نو ټول عمر به فلج او معلول وي او یا به خپل ژوند له لاسه ورکوي.

په ختیځ زون کې پر پرلپسې کمپاینونو سربېره بیا هم څه باندې یو کال د پولیو محیطي پېښې مثبتې وې، خو د ښې پلان جوړونې او د کارونو د موثر تعقیب په پایله کې په دغه زون کې تېره میاشت د پولیو محیطي نمونې منفي شوې دي.

په روان ۲۰۲۳ زېږدیز کال کې تر دې دمه د پولیو ناروغۍ ۵ مثبتې پېښې ثبت شوې چې په اړه یې موږ خپله اندېښنه څرګندوو.

له پولیو سره په مبارزه کې د عامو خلکو ونډه او د ټولنې مخورو همکارۍ خورا زیاته اړینه ده، کورنۍ د خپلو پنځو کالو د کم عمر ماشومانو په واکسینولو او د ټولنې مخور، دیني عالمان او مشران د پولیو واکسین له کارکوونکو سره د همکارۍ له لارې کولای شي د دې ناروغي د له منځه وړلو په برخه کې خپل رغنده رول تر سره کړي.


د پولیو/ ګوزڼ واکسین ملي کمپاین پیل شو

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د نړیوالو ادارو په ...

د پولیو په تړاو د افغانستان او پاکستان تر منځ د کرښې پورې غاړې د همغږۍ غونډه جوړه شوه

کابل، افغانستان (۲۰ تله ۱۴۰۲): د افغانستان او پاکستان تر...