• Toll-Free: 141

عامې پوښتنې

کور عامې پوښتنې

د پولیو اړوند ډېرې پوښتل کېدونکې پوښتنې

پولیو (Poliomyelitis) یوه ډېره ساري ویروسي ناروغي ده چې د پولیو ویروس له امله رامنځته کېږي. دا ویروس پر عصبي سیسټم برید کوي او په څو ساعتونو کې د فلج یا حتی مړینې لامل کېدای شي.

د پولیو ویروس د خولې له لارې بدن ته ننوځي. دا ویروس د هغو اوبو یا خوړو له لارې انسان ته انتقالېږي چې د پولیو په ویروس د اخته کس د غایطه موادو له امله ککړ شوي وي. ویروس په کولمو کې تکثر کوي، چې بیا د اخته کس له غایطه موادو سره یوځای خارجېږي او له همدې لارې نورو کسانو ته هم انتقالېږي.

د پولیو ناروغۍ لومړنۍ نښې او نښانې عبارت دي له:

تبه


ستړیا


د سر درد


خواګرځی (کانګې)


د غاړې شخوالی


د لاسونو او پښو درد

پولیو تر ډېره له پنځو کلونو څخه د کم عمر ماشومان اغېزمنوي.

له هرو ۲۰۰ کسانو څخه چې د پولیو په ناروغي اخته کېږي، یو کس په دایمي فلج اخته کېږي، چې معمولاً پښې یې اغېزمنوي.

له هغو کسانو څخه چې فلج کېږي، له ۵ تر ۱۰ سلنه یې هغه مهال مري چې ویروس یې د تنفس عضلات فلج کړي.

نه، پولیو ناروغي هیڅ درملنه نه لري. د دې ناروغۍ مخنیوی یوازې په واکسین سره کېدای شي. د پولیوناروغۍ د مخنیوي لپاره خوندي او اغېزناک واکسینونه شته، چې عبارت دي له:

د پولیو خوراکي واکسین (OPV)


د پولیو غیر فعال واکسین (IPV)

د پولیو له منځه وړلو نړۍوال نوښت (GPEI) یوه نړۍواله ملګرتیا ده چې موخه یې د پولیو د تل لپاره له منځه وړل دي.

د دغه نوښت مشري د هېوادونو حکومتونه کوي او له لاندې شریکانو سره په ګډه فعالیت کوي:


د روغتیا نړۍوال سازمان (WHO)


روټري انټرنېشنل (Rotary International)


د امریکا د ناروغیو د کنټرول او مخنیوي مرکز (CDC)


د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (UNICEF)


ګېټس بنسټ (Gates Foundation)

د واکسین نړۍوال ایتلاف  (Gavi)

د پولیو له منځه وړلو نړۍوال نوښت (GPEI) له جوړېدو راهیسې، په ټوله نړۍ کې د پولیو پېښې له ۹۹ سلنې څخه ډېرې راکمې شوې دي. یوازې ۳۰ کاله وړاندې، هره ورځ زر ماشومان د پولیو له امله فلج کېدل.

اوس مهال د وحشي پولیو ویروس یوازې په افغانستان او پاکستان کې شته، خو تر محدودو جغرافیایي سیمو محدود شوی دی. له دغه لوی پرمختګ سربېره، تر هغه چې د نړۍ په هره برخه کې د پولیو ویروس موجود وي، د نړۍ ټول ماشومان له خطر سره مخ دي. که پولیو په بشپړه توګه له منځه یو نه وړل شي، دا ناروغي به یو ځل بیا په نړۍ کې په پراخه کچه خپره شي او د راتلونکو لسو کلونو په هر کال کې ښايي تر ۲۰۰ زرو پورې نوې پېښې رامنځته شي. له همدې امله، دا خورا اړینه ده چې د پولیو له منځه وړلو چارې یو ځل او د تل لپاره بشپړې شي.

اوس مهال یوازې په دوو هېوادونو افغانستان او پاکستان کې د پولیو وحشي ویروس لېږد او خپراوی لا هم نه دي درېدلي. خو دا ویروس له دغو هېوادونو څخه ګاونډیو او نورو هېوادونو ته هم خپرېدای شي. باید په یاد ولرو چې که د نړۍ په یوه برخه کې هم د پولیو ویروس شتون ولري، دا د نړۍ د ټولو ماشومانو لپاره ګواښ دی. دا ناروغي پولې نه پېژني، د هېچا تر منځ توپیر نه کوي او په ډېرې اسانۍ له یوه ځایه بل ځای ته خپرېږي.

هو. پولیو پولې نه پېژني، هر هغه ماشوم چې د پولیو واکسین یې نه وي ترلاسه کړی، د دې ناروغۍ له خطر سره مخ دی. د پولیو د فلج د هرې یوې څرګندې پېښې تر شا، له ۲۰۰ څخه تر ۱۰۰۰ پورې نور ماشومان هم په ویروس اخته وي، خو د ناروغۍ هیڅ نښه یا نښانه نه لري. له همدې امله د پولیو ویروس په اسانۍ نه تشخیصېږي او له یوه هېواده بل هېواد ته د هغه د لېږد مخنیوی هم اسانه نه دی.

په هغو سیمو کې چې د پولیو پر وړاندې د ټولنې د معافیت کچه ټیټه وي، ماشومان تر ټولو ډېر د پولیو له ګواښ سره مخ وي. د دې لپاره چې پولیو ناروغي نورو هېوادونو ته انتقال نه شي، تر ټولو اغېزناکه او دایمي لاره یې د پولیو ویروس په بشپړه توګه له منځه وړل دي. یوازې هغه وخت به د نړۍ ټول ماشومان د پولیو له ګواښ څخه خوندي وي.

د دې لپاره چې پولیو په بشپړه توګه له منځه ولاړه شي، باید لاندې کارونه ترسره شي:

۱.

د ټولنې ټول وګړي باید په دې ګډه هڅه کې ونډه واخلي، څو د پولیو واکسین هر وروستي ماشوم ته ورسېږي.

۲.

ځانګړي پلانونه باید جوړ شي، څو هغه ماشومان هم واکسین شي چې د کوچیانو او کډوالو له کورنیو سره تړاو لري، د جګړو په سیمو کې ژوند کوي او یا په لیرې سیمو کې اوسېږي.

۳.

د ماشومتوب دورې د معمول واکسینونو پروګرام باید پیاوړی شي، ځکه دا د پولیو پر وړاندې د هر هېواد تر ټولو قوي دفاع ده.

۴.

په هغو سیمو کې چې د پولیو خطر ډېر وي، د ناروغۍ څارنه باید نوره هم پیاوړې شي.

۵.

حکومتونه باید وهڅول شي چې بې‌وزلو او اړو خلکو ته، د پولیو واکسین د خدمتونو ترڅنګ، نور اړین عام خدمتونه هم وړاندې کړي.

۶.

د حکومتونو او نړۍوالو بنسټونو پیاوړی سیاسي ملاتړ او ژمنتیا باید دوام ومومي، څو د پولیو له منځه وړلو هڅې په بریالیتوب بشپړې شي.

۷.

د دې کار لپاره باید د اړتیا وړ مالي سرچینې برابرې شي، څو د پولیو له منځه وړلو پاتې چارې هم بشپړې.

پولیو له هغو لږو ناروغیو څخه ده چې په بشپړه توګه له منځه وړل کېدای شي، لکه څنګه چې تر دې مخکې چیچک (Smallpox) په بشپړه توګه له نړۍ څخه له منځه یووړل شو. که پولیو له منځه ولاړه شي، د نړۍ ټول ماشومان به یې له ګټو برخه‌من شي او هېڅ ماشوم به بیا د پولیو له امله د فلج له درد او کړاو سره مخ نه شي.

ډېرې نورې ناروغۍ، لکه HIV او ملاریا، په بشپړه توګه له منځه نه شي وړل کېدای، ځکه تر اوسه داسې وسایل او لارې چارې نه شته چې دا ناروغۍ په بشپړ ډول له منځه یوسي.

د پولیو ویروس د ژوو یا نورو حیواناتو له لارې نه لېږدول کېږي؛ یعنې یوازې انسانان ورباندې اخته کېږي او دغه ویروس د حیواناتو په بدن کې ژوند نه شي کولای. د بېلګې په توګه، د ملاریا ناروغي د غوماشو له لارې خپرېږي، خو پولیو داسې منځګړی لېږدوونکی نه لري. له بلې خوا، د پولیو پر وړاندې خوندي او اغېزناک واکسین شته، ویروس یې په چاپېریال کې د اوږدې مودې لپاره ژوند نه شي کولای، که څه هم له یوه کس څخه بل ته انتقالېږي، خو د ساري کېدو موده یې نسبتاً لنډه ده. د همدغو ځانګړنو له مخې پولیو له منځه وړل کېدونکي ناروغي ده.

د پولیو له منځه وړلو هڅې یوازې د پولیو په مخنیوي پورې نه دي محدودې. دغو هڅو په ډېرو هېوادونو کې د عادي روغتیايي خدمتونو په پیاوړتیا کې هم مهم رول لوبولی دی. د پولیو له منځه وړلو پروګرام له برکته، په ټولو هېوادونو کې د ناروغیو د څارنې یو فعال سیسټم رامنځته شوی، چې اوس د شري (Measles)  په ګډون د نورو ناروغیو څارنه هم پکې شامله شوې ده.

سربېره پر دې، د پولیو پروګرام امکانات د نورو روغتیايي خدمتونو لپاره هم کارول کېږي؛ لکه ماشومانو ته د چینجیو ضد ګولیو ورکول، د ویټامین A وېش او د ملاریا د مخنیوي لپاره د غوماشو ضد جالیو وېشل.

واکسین له پولیو ناروغۍ څخه د ماشومانو د خوندیتوب یوازینۍ اغېزناکه لار ده. پولیو یوه فلجوونکې ناروغي ده چې تر اوسه یې درملنه نه شته. له همدې امله، اړینه ده چې هر ماشوم له پنځه کلنۍ مخکې د پولیو پر وړاندې واکسین شي.

د خولې له لارې ورکول کېدونکی د پولیو واکسین OPV خوندي او اغېزناک دی، ځکه دا واکسین د خولې له لارې ورکول کېږي او روزل شوي رضاکاران هم کولی شي په اسانۍ یې ماشومانو ته ورکړي. دغه واکسین له یوه کس څخه بل کس ته د پولیو ویروس د لېږد لړۍ دروي او په دې توګه د ناروغۍ د خپرېدو مخه نیسي.

د خولې له لارې ورکول کېدونکی د پولیو واکسین (OPV) یو له هغو خوندي واکسینونو څخه دی چې تر اوسه جوړ شوي دي. دا واکسین دومره خوندي دی چې ناروغو ماشومانو او نوو زېږېدلو ماشومانو ته هم ورکول کېدای شي.

دا واکسین د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې د پولیو پر وړاندې د ماشومانو د خوندیتوب لپاره کارول شوی او لږ تر لږه ۱۸ میلیونه ماشومان یې  له پولیو ناروغۍ او دایمي فلج څخه ژغورلي دي.

په ډېر نادرو مواردو کې، په دې واکسین کې کمزوری شوی ویروس بدلون موندلی شي او بېرته د ناروغۍ د رامنځته کولو وړتیا ترلاسه کولی شي. خو دا ډول پېښې ډېرې کمې دي، او ماشومان د پولیو واکسین د هر ډول احتمالي جانبي عوارضو په پرتله څو چنده زیات د پولیو ناروغۍ له خطر سره مخ دي.

د پولیو واکسین خوندي دی او د نړۍ ګڼو معتبرو دیني عالمانو حلال بللی دی. په هغوی کې د مصر د الازهر پوهنتون پخوانی لوی شېخ محمد سید طنطاوي، د سعودي عربستان لوی مفتي او د اندونیزیا د علماوو شورا هم شامل دي.

هو. ماشومانو ته د پولیو واکسین څو ځله ورکول خوندي دي. دا واکسین په همدې ډول طرحه شوی چې د بشپړ خوندیتوب لپاره څو ځله ورکړل شي.

په ګرمو او استوایي سیمو کې، له پولیو ناروغۍ څخه د ماشومانو د بشپړ خوندیتوب لپاره د واکسین څو ډوزونو ته اړتیا وي، او ځینې وختونه دا شمېر له لسو ډوزونو هم اوړي. دا واکسین د ټولو ماشومانو لپاره خوندي دی او هر اضافي ډوز د پولیو ناروغۍ پر وړاندې د ماشوم معافیت لا پیاوړی کوي.

د خولې له لارې ورکول کېدونکی د پولیو واکسین باید څو ځله ورکړل شي، څو بشپړ اغېز ولري. د دې لپاره چې یو ماشوم د پولیو پر وړاندې بشپړ خوندي شي، د اړتیا وړ ډوزونو شمېر د هغه د روغتیا، تغذیې او په دې پورې اړه لري چې له نورو ویروسونو سره یې څومره مخامخوالی درلودلی دی.

تر هغه چې ماشوم بشپړ معافیت ترلاسه نه کړي، لا هم د پولیو له خطر سره مخ دی. له همدې امله، دا ډېر مهمه ده چې هر ماشوم د پولیو واکسین په هر کمپاین کې واکسین ترلاسه کړي. هر ماشوم چې له واکسینه پاتې شي، پولیو ویروس ته د دوام او خپرېدو فرصت برابروي.

هو. د خولې له لارې د پولیو واکسین د ناروغو او نوو زېږېدلو ماشومانو لپاره هم خوندي دی.

په حقیقت کې، دا ډېره مهمه ده چې ناروغ او نوي زېږېدلي ماشومان د پولیو واکسین په کمپاینونو کې واکسین شي، ځکه د هغوی معافیت د نورو ماشومانو په پرتله کمزوری وي.

له همدې امله، ټول ناروغ او نوي زېږېدلي ماشومان باید د پولیو د واکسین په هر کمپاین کې واکسین شي، څو د پولیو پر وړاندې هغه اړین معافیت ترلاسه کړي چې اړتیا ورته لري.

د نړۍ نږدې ټولو هېوادونو، پرته له سوېډن او ایسلنډ څخه، د پولیو له منځه وړلو لپاره د خولې له لارې ورکول کېدونکی د پولیو واکسین (OPV) کارولی دی او په ډېرو هېوادونو کې د ۱۹۹۰مې زېږدیزې لسیزې تر وروستیو پورې همدا واکسین کارېده. وروسته، کله چې د وحشي پولیو ویروس خطر کم شو او نړۍ د پولیو بشپړې له منځه وړنې ته نږدې شوه، ځینو هېوادونو د غیر فعال پولیو واکسین (IPV) کارول هم پیل کړل.

ډېری هېوادونه لا هم د خولې له لارې ورکول کېدونکی د پولیو واکسین کاروي، ځکه دا واکسین یوه ځانګړې وړتیا لري: د کولمو معافیت پیاوړی کوي. دا معافیت د دې لامل کېږي چې په ټولنه کې د وحشي پولیو ویروس لېږد ودرېږي.

خو د پولیو غیر فعال واکسین  (IPV)دا ځانګړتیا نه لري. که څه هم دا واکسین ماشوم د پولیو له ناروغۍ څخه ساتي، خو په کولمو کې د ویروس پر وړاندې کافي معافیت نه رامنځته کوي. له همدې امله، د وحشي پولیو ویروس د لېږد د مخنیوي وړتیا نه لري.

اوس مهال د پولیو غیر فعال واکسین د نړۍ د هېوادونو د معمول واکسین په پروګرامونو کې په تدریجي ډول شاملېږي. دا د نړۍوال پلان یوه برخه ده چې له مخې یې د خولې له لارې د ورکول کېدونکي پولیو واکسین کارول په تدریجي ډول کمېږي او په مناسب وخت کې به یې ځای د پولیو غیر فعال واکسین ونیسي.