• Toll-Free: 141

میاشتنۍ لنډه کتنه

کور میاشتنۍ لنډه کتنه

په افغانستان کې د پولیو له منځه وړلو هڅو تازه معلومات

میاشتنۍ لنډه کتنه - مارچ ۲۰۲۶ ز


 

د پولیو ناروغۍ وضعیت

د ۲۰۲۶ ز کال په مارچ میاشت کې، په افغانستان کې د وحشي پولیو ویروس (WPV1) هېڅ نوې پېښه نه ده ثبت شوې. خو د همدغه کال له پیل راهیسې د وحشي پولیو ویروس درې (۳) مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

د چاپېریالي څارنې پایلو وښودله چې د هېواد په لوړ خطر لرونکو سیمو کې د پولیو ویروس لا هم په دوران کې دی. د مارچ په میاشت کې د پولیو ویروس (۶) مثبتې چاپېریالي نمونې ثبت شوې چې ۲ یې په کندهار، ۲ په هلمند، ۱ په زابل (سوېل سیمه) او ۱ په ننګرهار (ختیځه سیمه) کې وې. د ۲۰۲۶ کال له پیل راهیسې په ټول هېواد کې د پولیو ویروس ۲۳ مثبتې چاپېریالي نمونې ثبت شوې دي.

 

ګرځنده نفوس

د پولیو پروګرام د هېواد دننه او د پولو د دواړو خواوو تر منځ د خلکو د تګ راتګ له امله د پولیو ویروس د خپرېدو خطر د کمولو لپاره د ګرځنده ماشومانو واکسینولو ته دوام ورکړ.

د مارچ په میاشت کې:


د پولیو د دایمي ټرانزیټ ټیمونو له لارې ۵۲۸,۱۷۹ ماشومانو ته د پولیو واکسین ورکړل شو.

د پولیو د سرحدي واکسین ټیمونو له لارې ۶,۷۸۸ ماشومانو ته د پولیو واکسین ورکړل شو.

افغانستان ته د بېرته راستنېدو پر مهال ۲۲,۵۵۷ راستنو شوو کډوالو ته د پولیو واکسین ورکړل شو.

د واکسین په ټاکل شوو مرکزونو کې ۱,۹۴۵ نړۍوالو مسافرو ته د پولیو واکسین ورکړل شو.

 

کمپاین

د پولیو پروګرام له لوري د هېواد په لوړ خطر لرونکو سیمو کې د پولیو د مثبتو پېښو په غبرګون کې د واکسین ځوابي کمپاینونه ترسره شول.

د پولیو واکسین د دغو کمپاینونو له لارې ۴۵۳,۰۷۳ له پنځو کلونو د کم عمر ماشومان واکسین شول. د دغو کمپاینونو د پلي کولو لپاره په اړوندو سیمو کې ۱,۹۲۴ واکسیناتوران ګومارل شوي وو.

 

د حاد نرم فلج (AFP) څارنه

د راپور ورکولو په دې موده کې، د حاد نرم فلج (AFP) د څارنې سیسټم خپل پیاوړي فعالیت ته دوام ورکړ.

د مارچ په میاشت کې د حاد نرم فلج (AFP) ټولټال ۴۸۴ شکمنې پېښې ثبت شوې چې له دې ډلې ۲۳۸ نجونې او ۲۴۶ هلکان وو.

د ۲۰۲۶ کال له پیل راهیسې په ټول هېواد کې د حاد نرم فلج (AFP) ټولټال ۱,۵۹۰ شکمنې پېښې ثبت شوې دي. له دې ډلې ۸۲۳ پېښې د غیرپولیویي حاد نرم فلج (Non-polio AFP) په توګه رد شوې دي، او ۷۶۶ پېښې لا هم د وروستۍ طبقه‌بندۍ په تمه دي.

 

د پروګرام شاخصونه

د افغانستان د پولیو له منځه وړلو نوښت د واکسیناسیون، څارنې او ټولنیز مشارکت د فعالیتونو د ملاتړ لپاره خپله پیاوړې عملیاتي شبکه فعاله وساتله.

د ۲۰۲۶ کال د مارچ تر پایه، د پولیو پروګرام د عملیاتي شبکې په چوکاټ کې لاندې کاري ځواک، ټیمونه او مرکزونه شامل وو:


۸۹۸ د ټولنې هڅوونکي/مبلغین.

۲۰۸ د ټرانزیټ دایمي مرکزونه.

۴۰۳ دایمي ټرانزیټ ټیمونه.

۸ د واکسین سرحدي مرکزونه.

۱۰ د واکسین سرحدي ټیمونه.

۳,۸۵۸ د ټولنې اغېز لرونکي اشخاص، چې د پولیو په اړه یې د عامه پوهاوي له فعالیتونو ملاتړ کاوه.

د مارچ په میاشت کې:


د راډیو له لارې د عامه پوهاوي هېڅ (۰) پیغام خپور نه شو.

د ټلویزیونله لارې د عامه پوهاوي هېڅ (۰) پیغام خپور نه شو.

هېڅ (۰) خبریال ونه روزل شو.

د پروګرام ډیجیټلي فعالیتونو هم د مارچ په میاشت کې ښې پایلې لرلې:


د پروګرام د ټولنیزو رسنیو خپرونو ۱۹,۱۰۵ ښکېلتیاوې ترلاسه کړې.

د ټولنیزو رسنیو له لارې د پروګرام پیغامونه له ۷.۹ میلیونو څخه زیاتو خلکو ته ورسېدل.

له ۳.۱ میلیونو څخه زیاتو کسانو د پروګرام د ټولنیزو رسنیو پاڼې تعقیب کړې.

 

د وحشي پولیو ویروس مثبتې انساني پېښې او چاپېریالي نمونې (۲۰۲۵-۲۰۲۶) ز

د ۲۰۲۵ ز کال له پیل څخه د ۲۰۲۶ ز کال د مارچ میاشتې تر پایه، د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د وحشي پولیو ویروس مثبتې پېښې او د پولیو ویروس مثبتې چاپېریالي نمونې ثبت شوې دي.


ولایتونه

د پولیو مثبتې انساني پیښې

د پولیو مثبتې چاپېریالي نمونې

هلمند

۲

۶

کندهار

۱
۱۱

اروزگان

۱
-

بادغیس

۱
-

کندز

۱
-

هرات

۱
-

زابل

۱
-

ننگرهار

 
۱
-


مهم ټکي


د ۲۰۲۶ کال په مارچ میاشت کې د وحشي پولیو ویروس هېڅ (۰) نوې مثبته پېښه ثبت نه ده ثبت شوې.

د ۲۰۲۶ کال له پیل راهیسې د وحشي پولیو ویروس (۳) مثبتې انساني پېښې ثبت شوې دي.

د مارچ په میاشت کې د پولیو ویروس (۶) مثبتې چاپېریالي نمونې ثبت شوې دي.

د ۲۰۲۶ کال د جنوري میاشتې له پیل راهیسې د پولیو ویروس ټولټال ۲۳ مثبتې چاپېریالي نمونې ثبت شوې دي.


د پولیو مثبتو پېښو په وړاندې د واکسین د ځوابي کمپاینونو له لارې ۴۵۳,۰۷۳ ماشومان واکسین شول.

د مارچ په میاشت کې د حاد نرم فلج (AFP) ۴۸۴ شکمنې پېښې ثبت شوې دي.


د پولیو پروګرام په ټول هېواد کې د څارنې، واکسیناسیون او ټولنیز مشارکت فعالیتونه روان وساتل او د چاپېریالي څارنې له لارې د موندل شوي پولیو ویروس د دوامداره دوران پر وړاندې یې غبرګون وښود.


د افغانستان د پولیو له منځه وړلو هڅو د تېرو میاشتو د تازه معلوماتو او میاشتنیو لنډو کتنو د لیدو لپاره دلته کلیک وکړئ.