
موردي څېړنې
د ټولنیزو مشارکتونو ځواک: په افغانستان کې د پولیو له منځه وړلو هڅو یوه موردي څېړنه
د یونیسف دا موردي څېړنه څرګندوي چې د افغانستان د پولیو له منځه وړلو پروګرام څنګه د ټولنې له بېلابېلو شریکانو سره د اغېزناکو همکاریو او معلوماتو پر بنسټ د عملي تګلارو په مټ، د افغانستان په سوېلي سیمو کې، چې د پولیو له پلوه د لوړ خطر سیمې ګڼل کېږي، د واکسیناسیون پوښښ پیاوړی کړی دی. په دې څېړنه کې د عملیاتي تګلارې (Push) او عامه پوهاوي تګلارې (Pull) ستراتیژیو او همدارنګه د کلسټر (Cluster) تګلارې پلي کېدل بیان شوي، چې د عملي پلان جوړونې د پیاوړتیا ترڅنګ یې د ټولنې له باوري شریکانو سره همغږې همکارۍ رامنځته کړې، څو د واکسیناسیون کمپاینونو کیفیت ښه او لا ډېرو ماشومانو ته لاسرسی ممکن شي.
په دې موردي څېړنه کې د واکسیناسیون د پوښښ د ښه والي اندازه کېدونکې پایلې وړاندې شوې دي، د ټولنې له مشرانو، رضاکارانو او اغېزناکو سیمهییزو شخصیتونو سره د نږدې همکارۍ ارزښت روښانه شوی، او هغه عملي تجربې او سپارښتنې شریکې شوې دي چې کولی شي په افغانستان او نورو لوړ خطر لرونکو سیمو کې د پولیو له منځه وړلو د راتلونکو هڅو لپاره ګټورې تمامې شي.