• Toll-Free: 141

د اندونیزیا له شارژدافیر سره لیدنه

کور خبرونه او راپورونه د اندونیزیا له شارژدافیر سره لیدنه

د اندونیزیا له شارژدافیر سره لیدنه

خبرونه او راپورونه

کابل، افغانستان (۱۳ غویی ۱۴۰۲): د پولیو د له منځه وړلو ملي بېړني عملیاتي مرکز رییس ډاکټر نېک ولي شاه مومن په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د اندونیزیا له شارژدافیر بودي رحمت سوریاسپوترا سره ولیدل.

په دغه ناسته کې د افغانستان د روغتیا په ځانګړې توګه د پولیو ناروغۍ په له منځه وړلو بحث وشو.

ښاغلي ډاکټر مؤمن، د اندونیزیا هېواد له شارژدافیر څخه وغوښتل چې هېواد یې د پولیو په له منځه وړلو، د عامې روغتیا وزارت له لوري په ولسوالیو کې د روغتیايي مرکزونو په پیاوړتیا او عصري کولو او د لویو روغتونونو د تشخیص چارو لپاره د عصري او پرمختللو وسایلو  په چمتو کولو کې همکاري وکړي.

هغه همدارنګه زیاته کړه چې د اندونیزیا هېواد دې په نشه يي توکو د روږدو کسانو په درملنه، د روغتیا سکټور د بشري ځواک په ظرفیت لوړونه او ددغه هېواد له لوري د جوړ شوي روغتون په لا پیاوړتیا کې مرسته وکړي.

د مجلس په پای کې ښاغلي بودي رحمت له ښاغلي ډاکټر مؤمن څخه مننه وکړه او ددغه ډول مجلسونو پر دوام یې ټینګار وکړ.

د پولیو/ ګوزڼ واکسین ملي کمپاین پیل شو

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د نړیوالو ادارو په ...

د پولیو په تړاو د افغانستان او پاکستان تر منځ د کرښې پورې غاړې د همغږۍ غونډه جوړه شوه

کابل، افغانستان (۲۰ تله ۱۴۰۲): د افغانستان او پاکستان تر...