• Toll-Free: 141

د پولیو د له منځه وړلو ملي بېړني عملیاتي مرکز رییس د روغتیا نړۍوال سازمان د بېړنيو روغتیايي خدماتو له پلاوي سره ولیدل

کور خبرونه او راپورونه د پولیو د له منځه وړلو ملي بېړني عملیاتي مرکز رییس د روغتیا نړۍوال سازمان د بېړنيو روغتیايي خدماتو له پلاوي سره ولیدل

د پولیو د له منځه وړلو ملي بېړني عملیاتي مرکز رییس د روغتیا نړۍوال سازمان د بېړنيو روغتیايي خدماتو له پلاوي سره ولیدل

خبرونه او راپورونه

کابل، افغانستان (۲۱ غویی ۱۴۰۲): د پولیو د له منځه وړلو ملي بېړني عملیاتي مرکز رییس ډاکټر نیک ولي شاه مؤمن نن د غويي میاشتې په ۲۱مه په خپل کاري دفتر کې د روغتیا نړۍوال سازمان اړوند د بېړنيو روغتیايي خدماتو ټیم له استازو سره ولیدل.

دواړو لورو د بېړنیو روغتیايي خدماتو پر اوسني وضعیت خبرې وکړې او د بېړنیو روغتیايي خدماتو په برخه کې د لا ښې همغږۍ په موخه یې پر نږدې او ګډ کار ټینګار وکړ.

د پولیو د له منځه وړلو ملي عملیاتي بېړني عملیاتي مرکز رییس پلاوي ته ډاډ ورکړ چې د عامې روغتیا وزارت مشرتابه تل د هېواد په لرو کلیو او هغو سیمو کې- چې اوسېدونکي یې له روغتیايي خدماتو بې برخې دي- د بېړنیو روغتیايي خدماتو وړاندې کولو د اجنډا او پروګرامونو هرکلی کوي.

د پولیو/ ګوزڼ واکسین ملي کمپاین پیل شو

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د نړیوالو ادارو په ...

د پولیو په تړاو د افغانستان او پاکستان تر منځ د کرښې پورې غاړې د همغږۍ غونډه جوړه شوه

کابل، افغانستان (۲۰ تله ۱۴۰۲): د افغانستان او پاکستان تر...