سیمهییز مشران او د پولیو واکسین کمپاینونو ملاتړ
فیضآباد، بدخشان (۲۵ تله ۱۴۰۳) - حاجي عبدالله چې د بدخشان د مرکز فیضاباد یو له پېژندل شوو سیمهییزو مشرانو دی چې په خپلو کوښښونو توانېدلی له ۲۰ ډېرې کورنۍ و هڅوي څو خپلو ماشومانو ته د پولیو واکسین ورکړي.
دا کورنۍ مخکې د ناسمو معلوماتو او اوازو تر اغېز لاندې راغلې وې او خپل ماشومان یې نه واکسینول.
دی وايي، له دغو انکاري کورنیو سره یې د روغتیايي کارکوونکو او دیني عالمانو په شتون کې خبرې وکړې، هغوی ته یې د پولیو واکسین په اړه رښتیني معلومات وړاندې کړل او د هغوی هغه اندېښنې یې لېرې کړې چې تر اغېز لاندې یې راغلي وو.
د ده په خبره، دغو کورنیو ژمنه کړې چې نه یوازې خپل ماشومان واکسینوي بلکې خپل خپلوان او ګاونډیان هم هڅوي چې خپل ماشومان واکسین کړي څو له پولیو خطرناکې ناروغۍ څخه خوندي شي.
دغه سیمهییز مشر وویل، پولیو درملنه نه لري خو د واکسین په وسیله د مخنیوي وړ ده دا د ټولنې د هر وګړي مسوولیت دی چې د دې فلجوونکې او وژونکې ناروغۍ په مخنیوي کې خپل مسوولیت ادا کړي.
دا بریا په ټولنه کې د سیمهییزو مشرانو هغه رول په ډاګه کوي چې د ټولنې په روغتیا او پرمختګ کې یې لري.
د دې تر څنګ حاجي عبدالله وايي، د خپل ټولنیز نفوذ په کارولو توانېدلی د پولیو واکسین کمپاینونو پر وړاندې شته خنډونه لېرې کړي.
هغه وویل: «کله چې خلک ګوري مشران له واکسیناتورانو سره همکاري کوي، نو دوی پر دې پروسه لا ډېر باوري کېږي، موږ باید د خلکو ترڅنګ ودرېږو او هغوی ته لارښوونه وکړو چې د ماشومانو روغتیا له هر څه څخه مهمه ده.»
نوموړی زیاتوي، د ماشومانو روغتیا د ټولنې راتلونکی تضمینوي، که موږ نن د خپلو ماشومان روغتیا ته پام و نه کړو نو سبا به مو سالم نه وي.
مریم سلطاني، چې په فیضآباد کې له یو کال څخه ډېر د پولیو واکسین په کمپاینونو کې د رضاکارې په توګه کار کوي، د حاجي عبدالله د مهم رول ستاینه کوي.

حاجي عبدالله چې د بدخشان د مرکز فیضاباد یو له پېژندل شوو سیمهییز مشرانو دی چې په خپلو کوښښونو توانېدلی له ۲۰ ډېرې کورنۍ و هڅوي څو خپلو ماشومانو ته د پولیو واکسین ورکړي
© له پولیو خلاص افغانستان | ۱۴۰۳ | رقیبه حمیدي
هغې وویل: «حاجي عبدالله تل د پولیو واکسین د هر کمپاین له پیلېدو مخکې له موږ سره ډېره همکاري کوي، هغه کورنۍ هڅوي چې د پولیو واکسین په کمپاینونو کې پراخ ګډون وکړي څو یو ماشوم هم له واکسین څخه بې برخې نه شي.»
د دې په خبره د حاجي عبدالله او د هغه په څېر د نورو سیمهییزو مشرانو همکاري د دې لامل شوې ده چې نه یوازې د خلکو د پوهاوي کچه لوړه شي، بلکې په کمپاینونو کې یې د خلکو په ګډون کې ډېروالی هم راوستلی دی.
دا وايي، په ډېرو کلیوالي سیمو کې د سیمهییزو مشرانو له همکارۍ پرته د کورنیو باور خپلول او د پولیو واکسین په کمپاینونو کې د هغوی ډېر ګډون ستونزمن دي.
محمد ظاهر د هغو کورنیو له ډلې د یوې کورنۍ مشر دی چې مخکې یې خپل ماشومان نه واکسینول.
هغه وايي: «په لومړیو کې مې پولیو واکسین د اغېزو په اړه شک درلود، ځکه د خلکو تر منځ یې په اړه بېلابېلې اوازې خپرې وې چې ګواکې واکسین د ماشومانو لپاره ښه نه دی او یا هغوی ته اوږدمهالې ستونزې پیدا کوي، دغو خبرو زه هم شکمن کړی وم خو کله چې سیمهییز مشر حاجي عبدالله موږ ته د پولیو واکسین په اړه حقیقي معلومات راکړل او ویې ویل چې د دغه واکسین په وسیله د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې د پولیو ناروغي له منځه وړل شوې نو زه وپوهېدم چې دغه واکسین زموږ د ماشومانو د خوندیتوب لپاره مهم دی.»
د ده په خبره، له هغه وروسته یې د خپلو ماشومانو د واکسینولو په برخه کې ناغېړي نه ده کړې، بلکې په منظم ډول یې واکسینوي.
نوموړی وايي، په اصل کې د ډېرو خلکو د پوهې کچه ټیټه ده او ژر د اوازو او ناسمو معلوماتو تر اغېز لاندې راځي، که هغوی ته سم او کره معلومات ورسول شي نو ډاډه یم چې هیڅوک به هم د خپلو ماشومانو له واکسینولو انکار و نه کړي.
د حاجي عبدالله په څېر سیمه ییز مشران نه یوازې د واکسیناسیون په بریا کې مهم رول لوبوي، بلکې د خلکو ذهنیت بدلوي او ټولنیز باور رامنځته کوي.
د محمد ظاهر په څېر کورنیو چې په پیل کې یې د پولیو واکسین به تړاو اندیښنې لرلې، د دغو مشرانو په لارښوونو سره د خپلو ماشومانو د روغتیا لپاره مثبت ګامونه پورته کړل.
رقیبه حمیدی | بدخشان