• Toll-Free: 141

«هر ماشوم حق لري چې روغ لوی شي»

کور د ساحې کیسې «هر ماشوم حق لري چې روغ لوی شي»

«هر ماشوم حق لري چې روغ لوی شي»

د ساحې کیسې

کونړ، افغانستان (۳ لړم ۱۴۰۴) - عبدالرحمن قاضي خېل د کونړ ولایت د مرکز اسعدآباد هغه ځوان دی چې د پولیو پر ضد مبارزه یې یوازې دنده نه، بلکې د ژوند موخه ګرځولې ده.

هغه له څه باندې دیارلسو کالونو راهیسې د پولیو واکسین کمپاینونو په لومړۍ کرښه کې ولاړ دی او د خپل کار له برکته یې سلګونه ماشومان له فلج څخه خوندي کړي دي.

هغه وايي: «زما لپاره تر ټولو خوږه شېبه هغه ده چې له واکسین وروسته د ماشوم پر مخ موسکا وځلېږي او پوه شم چې له فلج څخه خوندي شو. همدا احساس ما ته د ژوند رښتینی مفهوم راکوي

 

له رضاکارۍ تر مشرتابه

د عبدالرحمن کیسه د نه ستړې کېدونکو هڅو او مسوولیت‌پالنې روایت دی. د سفر پیل یې د رضاکار په توګه و؛ په هر راز ننګونکي او له خنډونو په ډک چاپېریال کې یې په اخلاص کار کاوه. د همدغو تلاښونو پایله وه چې په ۱۳۹۹ لمریز کال کې د پولیو واکسین کمپاین ساحوي سوپروایزر وټاکل شو، دا ټاکنه د هغه د کلونو ژمنې، دوامداره هڅې او کار د ارزښت ستاینه وه.

عبدالرحمن نن د رضاکارانو د ټیمونو مشري کوي، د دوی ملاتړ او روزنه برابروي او د کمپاین کیفیت ساتلو ته اوږه ورکوي. د ده ورځ د روښانه تګلارې او منظم پلان له مخې پیلېږي: د ساحې د نقشو بیاکتنه، د ټیمونو وېش، سختو سیمو ته لومړيتوب ورکول، او د معلوماتو چټکه راټولونه او شریکول. دی باور لري چې «ښه کمپاین د دروازې له ټکولو مخکې د پلان له نظم څخه پیلېږي

 

© له پولیو خلاص افغانستان | ۱۴۰۴ لمریز

عبدالرحمن قاضي خېل د کونړ ولایت د مرکز اسعدآباد هغه ځوان دی چې د پولیو پر ضد مبارزه یې یوازې دنده نه، بلکې د ژوند موخه ګرځولې ده.

 

سختې لارې او ژمنتیا

کونړ پراخ غرونه، ناهموارې لارې او ناڅاپي بارانونه لري؛ په دغسې شرایطو کې د پولیو ضد کمپاین د زغم، نظم او ابتکار ګډ امتحان دی.

عبدالرحمن هره ورځ له همدغو واقعیتونو سره مخامخېږي خو لاره یې نه بدلېږي. ده په خپل ټیم کې یو اصل ټینګ کړی: «هیڅ ماشوم باید له واکسین څخه پاتې نه شي، حتی که وروستی کور د غر په څوکه کې هم وي

عبدالرحمن په هر کمپاین کې له ټیمونو سره ساحې ته ځي، له والدینو سره خبرې کوي، هغوی ته د پولیو واکسین په اړه پوهاوی او قناعت ورکوي. د ورځې په پای کې معلومات راټولوي، نیمګړتیاوې په نښه کوي او د بلې ورځې لپاره بدیله تګلاره جوړوي.

همدا منظم کاري بهیر یې ټیم ته ځواک ورکړی چې په ستونزمنو سیمو کې هم د پولیو واکسین پوښښ لوړ وساتي او شکمنې کورنۍ قانع کړي.

 

زده کړه، الهام او دوامداره اغېز

عبدالرحمن یوازې د واکسین د تطبیق مخکښ نه دی؛ هغه د تجربې شریکولو او ټیم‌جوړونې ښوونکی هم دی. نوي رضاکاران د ده خبرې اوري، د مور او پلار د قناعت ساده او باوري پیغامونه ترې زده کوي، او د ساحوي ستونزو د حل لپاره یې عملي تګلارې تقلیدوي. د ده ټیمونه خپلې مشاهدې له ګاونډیو ساحو سره شریکوي، ګډې ستونزې په نښه کوي او د حل‌لارو لپاره یې مشخص، د اجرا وړ پلانونه جوړوي.

 

© له پولیو خلاص افغانستان | ۱۴۰۴ لمریز

عبدالرحمن له څه باندې دیارلسو کالونو راهیسې د پولیو واکسین کمپاینونو په لومړۍ کرښه کې ولاړ دی او د خپل کار له برکته یې سلګونه ماشومان له فلج څخه خوندي کړي دي.

 

هیله چې پوله نه پېژني

د عبدالرحمن هدف روښانه دی: «نور باید هېڅ ماشوم د پولیو ناروغۍ قرباني نه شي، هر ماشوم حق لري چې روغ لوی شي او زموږ دنده د دغه حق خوندي کول دي.»

د میندو او پلرونو لپاره یې پیغام لنډ او روښانه دی: «ګرانو مېندو او پلرونو! ستاسو باور زموږ لپاره حیاتي دی. کله چې خپل ماشومان واکسین کوئ، یوازې د خپل کور د ماشوم ساتنه نه کوئ؛ بلکې ټوله ټولنه خوندي کوئ. ستاسو پوهه او زغم د بریا کیلي ده، مه هېروئ، هر څاڅکی د روغتیا او خوشحالۍ ضمانت دی

 

ګډ مسوولیت، روښانه پایله

له پولیو سره مبارزه لنډه لاره نه لري؛ خو ساده قاعده لري: په هر کمپاین کې هر ماشوم ته دوه څاڅکي واکسین ورکول.

عبدالرحمن د همدې قاعدې سړی دی. هغه یوازې ماشومان نه واکسینوي، بلکې شکونه لرې کوي، باور جوړوي او ټیم ځواکمنوي.

اوس وار زموږ موږ د ټولو دی؛ که والدین خپل ماشومان په منظم ډول واکسین کړي نو پولیو ناروغي یوازې یوه پخوانۍ کیسه پاتې کېږي.

همدا ده د عبدالرحمن د هڅو او زیار معنا: د هر ماشوم د موسکا ساتنه، تر هغه چې دا موسکا د ټول افغانستان مخ روښانه کړي.