د واکسین نه کولو پایلې؛ د محمد ولي ستونزمن ژوند
هلمند، افغانستان (۲۷ تله ۱۴۰۳) – ۲۷ کلن محمد ولي چې په ماشومتوب کې د پولیو په ناروغۍ اخته شوی او دواړې پښې یې فلج شوې، په معلول ځان د کورنۍ د پالنې دروند مسوولیت ته اوږه ورکړې ده.
نوموړی په اصل کې د نیمروز د خاشرود ولسوالۍ اوسېدونکی دی خو اوس د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه کې ژوند کوي.
دی وايي، څلور کلن و چې د واکسین نه کولو له امله د پولیو په ناروغي اخته شو او دواړې پښې یې ګوزڼ ووهلې.
په داسې حال کې چې نوموړی په خپله له ګڼو ستونزو سره مخ دی او په ورځنیو چارو کې د نورو مرستې ته اړ دی، خو بیا هم هڅه کوي د خپلې کورنۍ هغه هیلې ژوندۍ وساتي چې ده ته یې درلودلې.
نوموړی چې له خپلو لکړو سره د لویې لارې پر یوه څنډه ناست و او خپلو بې حرکته پښو ته یې په ځیر ځیر کتل، د خپل ستونزمن ژوند کیسه داسې پیل کړه: «څلور کلن وم چې د واکسین نه کولو له امله د پولیو په ناروغۍ اخته شوم، لومړی مې یوه پښه فلج شوه، څه وخت وروسته مې بله پښه هم فلج شوه، نور له ګرځېدو پاتې شوم او له هماغه ماشومتوبه مې لکړې د ژوند ملګرې شوې.»
محمد ولي چې د پلار مشر زوی دی، وویل: «په دغه نیمګړي وجود د سپین ږیری پلار، سپین سرې مور، دوو خویندو او یوه ورور د پالنې دروند مسوولیت را د غاړې دی او د سوال کولو له لارې نفقه ورته برابروم، ځکه نور کارونه نه شم کولای.»
هغه چې په څېره کې یې درد او ژوره ناهیلي ښکارېده، زیاته کړه، که ګوزڼ نه وای وهلی او زده کړې یې کړې وای نو نن به سوال او د نورو مرستې ته اړ نه و، بلکې د نورو انسانانو په څېر به یې کار او روزګار کولای او عادي ژوند به یې لرلای.
هغه د پولیو ناروغۍ په سبب د ور پېښ وضعیت له امله په ټولنه کې د خلکو له بد او ناوړه چلند هم سر ټکوي او وایي: « له ما سره د خلکو رویه ډېره بده ده او ډول ډول نا مناسب نومونه راته کاروي.»
نوموړی خپل حالت ته په کتو له خلکو غوښتنه کوي چې د خپلو اولادونو راتلونکی دې نه بربادوي، بلکې هغوی ته دې په منظم ډول د پولیو واکسین ورکړي څو له دې خطرناکې ناروغۍ څخه وژغورل شي او د ده په څېر معلول او د نورو د اوږو بار نه شي.

محمد ولي په څلور کلنۍ کې د پولیو په ناروغۍ اخته شوی او دواړې پښې یې فلج شوې دي
© له پولیو خلاص افغانستان | ۱۴۰۳ | سعید زابلی
د هلمند یو قومي مشر حاجي عبدالله د محمد ولي او د پولیو ناروغۍ له امله د معلولو شوو ورته نورو وګړو ستونزمن ژوند ته په کتو وایي: «پولیو یا ګوزڼ یوازې د فرد ژوند نه اغېزمنوي، بلکې کورنۍ او ټولنه هم له اوږدمهاله زیانونو سره مخ کوي.»
هغه د محمد ولي یادونه کوي چې څنګه لومړی د پولیو ناروغۍ له امله معلول شوی او اوس د ژوند شرایطو سوال کولو ته اړ کړی دی.
دی وايي: «واکسین یوازینۍ مؤثره لار ده چې له دې ویجاړونکې ناروغۍ څخه د ماشومانو راتلونکی خوندي کوي، موږ د ټولنې مشران او د دې خاورې اوسېدونکي مسوولیت لرو چې هر ماشوم ته د پولیو واکسین رسېدل یقیني کړو.»
نوموړی قومي مشر له دې سره په خوا کې ټینګار کوي چې حکومت او مرستندویه سازمانونه باید د محمد ولي په څېر خلکو سره هر اړخیزې مرستې وکړي، څو د دغو معلولو وګړو اقتصادي ستونزې کمې شي او ماشومان یې په زده کړو سمبال شي.
د روغتیا برخې کارپوهان پولیو خطرناکه ناروغي بولي او د واکسین په ورکولو ټینګار کوي.
د محمد نسیم په نوم یو ډاکټر په دې اړه وایي: «پولیو یوه خطرناکه ویروسي ناروغي ده، مېندې او پلرونه باید د خپلو کم عمره ماشومانو د واکسین بهیر په جدي توګه تعقیب کړي.»
هغه زیاتوي، د پولیو ناروغي درملنه نه لري، که کوم ماشوم ورباندې اخته شي نو په فزیکي توګه یې کمزوری یا فلج کوي چې راتلونکی ژوند به یې سخت او د ټولنې د اوږو بار وي.
دغه راز دیني عالمان هم د پولیو په ګډون ټول هغه کارېدونکي واکسینونه د ماشومانو د روغتیا لپاره ګټور بولي چې ماشومانو ته تطبیقېږي.
دیني عالم مولوي عبدالرحمن په دې اړه وایي: «واکسینونه د ماشومانو د ژوند د خوندیتوب وسیله ده، ټولې کورنۍ یې باید ارزښت ته جدي پام وکړي، د پولیو واکسین د ماشومانو لپاره هیڅ ضرر نه لري، بلکې د هغوی ژوند خوندي کوي او له تلپاتې معلولیت څخه یې ساتي.»
د محمد ولي کیسه یوازې د هغه د شخصي ستونزه نه ده، بلکې د ټولنې د غفلت روښانه انځور هم دی.
راځئ خپل ماشومان په منظم ډول واکسین کړو، څو د پولیو ناروغۍ دا ناورین د تل لپاره له افغانستان څخه ورک شي.
سعید زابلی | هلمند