• Toll-Free: 141

روح‌الله حلیمي؛ د زرګونو ماشومانو د راتلونکي خوندي کوونکی

کور د ساحې کیسې روح‌الله حلیمي؛ د زرګونو ماشومانو د راتلونکي خوندي کوونکی

روح‌الله حلیمي؛ د زرګونو ماشومانو د راتلونکي خوندي کوونکی

د ساحې کیسې

پروان، افغانستان (۱۹ تله ۱۴۰۴) - د پروان ولایت د غوربند ولسوالۍ د فندقستان کلي یوه ځوان زرګونه ماشومان د واکسین په وسیله له پولیو (ګوزڼ) ناروغۍ څخه خوندي کړي دي.

دغه ځوان روح‌الله حلیمي نومېږي چې له تېرو شپږو کلونو راهیسې د پولیو ضد مبارزې په لومړۍ کرښه کې د یوه ژمن رضاکار په توګه کار کوي.

هغه وايي، دا یوازې دنده نه، بلکې یوه دیني او انساني وجیبه ده: «زه دا کار د دې لپاره کوم چې زما د سیمې ماشومان د پولیو ناعلاجه ناروغۍ له ګواښ څخه خوندي شي.»

 

د شکونو له فضا تر باور پورې - د ژمنې پیل

روح‌الله داسې مهال له پولیو سره د مبارزې له بهیر سره یو ځای شو چې په سیمه کې یې د پولیو واکسین په اړه شکونه عام وو. ځینې د ناسمو معلوماتو ښکار شوي وو او ځینو یې آن مخالفت کاوه. خو ده پرېکړه کړې وه چې بې‌تفاوته به نه پاتې کېږي.

«زه د هر کور تر دروازې ورتلم، والدین مې هڅول چې خپل ماشومان را وباسي څو د دوه څاڅکي واکسین په وسیله له تلپاتې فلج څخه خوندي شي، دا په اصل کې د انسانیت ژغورلو غږ و چې باید اورېدل شوی وای.»

ده د خپلې سیمې د دیني عالمانو، قومي مشرانو او نورو مخورو ملاتړ خپل کړ او د هغوی په مرسته یې خلکو ته د پولیو ناروغۍ او واکسین په اړه پوهاوی ورکړ او هغوی یې هڅول چې خپل ماشومان له واکسین څخه محروم نه کړي.

دې چارې که څه هم وخت ونیو خو کرار کرار د بې‌باورۍ فضا بدله شوه او په پایله کې ګڼې کورنۍ حاضرې شوې چې خپل ماشومان واکسین کړي.

 

© له پولیو خلاص افغانستان | ۱۴۰۴ لمریز

روح‌الله د خپلې سیمې یوه ماشوم ته د پولیو واکسین ورکوي.

 

د ستونزو تر شا ژمنتیا او قرباني

روح‌الله په دې لاره کې ډېرې ستونزې ګاللې او د خپل ټیم په ملتیا یې په هر ډول شرایطو کې تر ماشومانو د پولیو واکسین رسولی دی.

هغه د یوې خاطرې په توګه وايي: «یو ځل د پولیو واکسین کمپاین پر مهال سخته واوره اورېدلې وه، د غوربند ولسوالۍ ډېرې لارې تړلې وې او د هر ډول خطر ګواښ موجود و. ملګرو مې راته وویل چې په داسې شرایطو کې ماشومانو ته واکسین رسول اسانه کار نه دی، ما ورته وویل، د پولیو ناروغي یو داسې پټ دښمن دی چې انتظار نه کوي، نو موږ هم انتظار نه شو کولای. بیا مو په واوره کې ساعتونه پلی مزل وکړ او د کلي تر هر ماشوم پورې مو واکسین ورساوه.»

د ده او د ده د ملګرو د هڅو له امله، ډېری هغه والدین چې پخوا یې شکونه لرل، اوس د واکسین ملاتړي شوي دي.

روح‌الله یوه بله کیسه هم یادوي: «یوه پلار د خپل ماشوم له واکسینولو انکار کاوه، خو ما ورته وویل چې په‌خپله د خپل اولاد دښمن مه جوړېږه، ما ډېر ماشومان لیدلي چې د پولیو ناروغۍ له امله په تلپاتې فلج اخته شوي او اوس یې والدین همدا یو ارمان لري چې کاش هغوی یې واکسین کړي وای. زه نه غواړم چې ستا ماشوم فلج او د ټولنې د اوږو بار شي، چې بیا به ته هم ارمان کوې خو وخت به تېر وي، مخکې له دې چې ناوخته شي ستا ماشوم باید واکسین شي څو له پولیو خطرناکې ناروغۍ څخه خوندي شي.»

دی وايي، د ده دغو خبرو د ماشوم پر پلار اغېز وکړ او حاضر شو چې خپل ماشوم واکسین کړي. په اصل کې دا د یوه ماشوم د خوندیتوب لپاره د یوه ذهنیت بدلون و.

 

© له پولیو خلاص افغانستان | ۱۴۰۴ لمریز

روح‌الله: «هر ځل چې د ماشوم په خوله کې د واکسین څاڅکي څڅوم، داسې احساسوم لکه د ټول انسانیت ژوند مې چې خوندي کړی وي.»

 

د ټولنې باور - د مبارزې رښتینی ځواک

د روح‌الله او د هغه د ټیم نه ستړې کېدونکو هڅو د خلکو فکر بدل کړی. اوس فندقستان او شاوخوا نور کلي د باور او پوهاوي نمونې ګرځېدلي دي. د واکسین په اړه زړې اندېښنې له منځه تللې، اوس د دغو سیمو اوسېدونکي نه یوازې خپل ماشومان واکسینوي، بلکې نورې کورنۍ هم دغه مهم کار ته هڅوي.

د فندقستان د کلي ملا امام وایي: «روح‌الله زموږ د کلي د ځوانانو لپاره یو مثال دی. ده وښودله چې خدمت یوازې خبرې نه، بلکې عمل غواړي. اوس خلک واکسین د خپل ماشوم د ژوند برخه ګڼي

د کلي یو قومي مشر حاجي محمد آصف، هم د روح‌الله هڅې ستایي: «زموږ سیمه مخکې د شکونو ښکار وه، خو روح‌الله او د هغه ملګرو خلکو ته په عمل کې وښودله چې واکسین ژوند ژغوري. اوس موږ ټول د پولیو د له منځه وړلو لپاره یو موټی یو.

 

الهام‌بخښونکی پیغام

نن د غوربند ولسوالۍ د فندقستان او شاوخوا سیمو زرګونه ماشومان د پولیو ویروس له ګواښ څخه خوندي دي. دا د روح‌الله حلیمي او د هغه د هم‌فکره رضاکارانو د کلونو هڅو پایله ده.

هغه وایي: «هر ځل چې د ماشوم په خوله کې د واکسین څاڅکي څڅوم، داسې احساسوم لکه د ټول انسانیت ژوند مې چې خوندي کړی وي.»

د روح‌الله او د هغه په څېر د زرګونو رضاکارانو هڅې ښيي چې د بدلون پیل تل له یوه زړه، یوه قدم او یوه باور څخه کېږي، ځکه چې د پولیو په وړاندې مبارزه د ټول انسانیت ګډ مسوولیت دی.