• Toll-Free: 141

د پولیو واکسین رضاکارانې: د پولیو ناروغۍ د بشپړ له منځه وړلو لپاره مبارزه کوو

کور د ساحې کیسې د پولیو واکسین رضاکارانې: د پولیو ناروغۍ د بشپړ له منځه وړلو لپاره مبارزه کوو

د پولیو واکسین رضاکارانې: د پولیو ناروغۍ د بشپړ له منځه وړلو لپاره مبارزه کوو

د ساحې کیسې

هرات، افغانستان (۲۰ کب ۱۴۰۲) - په هرات کې د پولیو واکسین ښځینه رضاکارانې وايي، د پولیو/ ګوزڼ ناروغۍ پر وړاندې د مبارزې لپاره میدان ته راوتلې او تر هغه خپلو هڅو ته دوام ورکوي څو د پولیو خطرناک ویروس په بشپړه توګه له هېواده ورک شوی نه وي.

له دغو رضاکارانو څخه یوه هم شبنم خیري ده، چې له یوه کال راهیسې د پولیو له منځه وړلو په پروګرام کې د واکسیناتورې په توګه کار کوي.

شاوخوا ۲۰ کلنه شبنم خیري، چې د پولیو واکسین صندوق یې اوږې ته اچولی، په سړه باراني هوا کې د کورونو دروازې ټکوي او له کورنیو څخه غواړي چې خپل ماشومان د واکسین لپاره دباندې را وباسي.


شبنم خیري، چې د پولیو واکسین صندوق یې اوږې ته اچولی، په سړه باراني هوا کې د کورونو دروازې ټکوي او له کورنیو څخه غواړي چې خپل ماشومان د واکسین لپاره دباندې را وباسي

© له پولیو خلاص افغانستان | ۱۴۰۲ | مرضیه فروتن

 

نوموړې چې د هرات پوهنتون د ساینس پوهنځي د لومړي کال محصله ده، له خپلې پنځه کسیزې کورنۍ سره د هرات په انجیل ولسوالۍ کې ژوند کوي.

دا د کمپاین په ورځو کې هر سهار په لیني موټر کې ۱۰ کیلومتره مزل کوي څو له خپلو همکارانو سره یو ځای شي، وروسته بیا په خپله اړونده ساحه کې کور په کور ګرځي څو تر هر ماشوم پورې د پولیو واکسین ورسوي.

هغه، چې د پولیو ویروس د بشپړ له منځه وړلو په موخه میدان ته راغلې، وايي: «سړې هوا زموږ پر فعالیتونو هېڅ اغېز نه دی کړی، په دې سړه هوا کې کور په کور ګرځم او ماشومان واکسینوم، په تېرو درېیو ورځو کې مو د پولیو واکسین کمپاین په بریالیتوب پلی کړ او زموږ تر مسوولیت لاندې سیمو کې هېڅ ماشوم له واکسینه پاتې نه شو.»


د پولیو واکسین ښځینه رضاکارانې کور په کور ګرځي څو تر ماشوم پورې د پولیو واکسین ورسوي

© له پولیو خلاص افغانستان | ۱۴۰۲ | مرضیه فروتن

 

د دغې رضاکارې په خبره، په تېرو څلورو کلونو کې په هرات کې د پولیو کومه مثبته پېښه نه ده ثبت شوې، چې همدا د دغه ولایت د ښځینه رضاکارانو د هڅو او زیار پایله ده.

شبنم خیري زیاته کړه: «زموږ موخه په بشپړه توګه له افغانستان څخه د پولیو ویروس له منځه وړل دي او دغې موخې ته تر رسېدو پورې خپلو هڅو ته دوام ورکوو.»

یاسمین صادقي د هرات بله ښځینه رضاکاره ده چې د پولیو د له منځه وړلو پروګرام کې د واکسیناتورې په توګه کار کوي.

دا له تېرو دریو کلونو راهیسې له دغه پروګرام سره یو ځای شوې چې د دې او د دې د همکارانو د کار ساحه د هرات ښار په سوېل کې د بکر اباد سیمه ده.

دغه رضاکاره انجلۍ وايي چې د پولیو د واکسین په کمپاین کې یې ټول تمرکز پر ماشومانو وي څو له پولیو وژونکې ناروغۍ څخه وژغورل شي.


ښځینه واکسیناتوره یوې ماشومې ته د پولیو واکسین ورکوي

© له پولیو خلاص افغانستان | ۱۴۰۲ | مرضیه فروتن

 

د دې په وینا، په دې وروستیو ورځو کې د باران، واورې او سړې هوا له امله ډېرو کورنیو خپل ماشومان د واکسین لپاره له کوره دباندې نه را ایستل، خو رضاکارانو په خپله کورونو ته ننوتلې او همالته یې ماشومانو ته واکسین ورکاوه.

دی وايي: «زموږ په ښار کې لاهم د پولیو ویروس ګواښ شته او له همدې امله موږ په ټینګه هڅه کوو چې یو ماشوم هم له واکسین څخه پاتې نه شي.»

هرات د افغانستان یو له دودیزو ولایتونو دی چې ډېر ټولنیز محدودیتونه پکې شته.

په هرات ښار کې د پولیو د کمپاین همغږې کوونکې کیانا رحیمي وايي، د پولیو واکسین رضاکارانې توانېدلې شته محدودیتونه لرې کړي، په اسانۍ کورونو ته داخلې شي او ماشومان د مېندو په غېږو کې واکسین کړي.

هغې زیاته کړه: «زموږ په ټولنه کې کورنۍ اجازه نه ورکوي چې ښځې خپل ماشومان د واکسین لپاره نارینه واکسیناتورانو ته را وباسي.»

د دې په وینا، ښځینه رضاکارانې توانېدلې چې د پولیو د کمپاین له لارې دغه محدودیت لرې کړي او ماشومان له کوم خنډ پرته واکسین کړي.

رحیمي وویل، که د ښځینه رضاکارانو پر ځای نارینه واکسیناتوران وای، نو شونې وه چې د کورنیو د مخالفت له امله په هرات ښار کې تر نیمايي ډېر ماشومان له واکسینه بې برخې شوي وای.

هغې زیاته کړه: «ښځینه رضاکارانې په کورونو کې د ماشومانو د واکسینولو تر څنګ مېرمنو او د کورنیو نورو غړو ته د پولیو واکسین د ارزښت په اړه پوهاوی هم ورکوي.»

د یادونې ده چې په هرات کې د پولیو واکسین د رضاکارانو ۹۰ سلنه ښځې جوړوي چې هر ماشوم ته یې د پولیو واکسین په رسولو کې فعاله ونډه اخیستې ده.

 

مرضیه فروتن | هرات