• Toll-Free: 141

غلام‌نقشبند یزداني خپل نیمایي عمر له پولیو سره په مبارزه کې لګولی

کور د پولیو د میاشتې اتل غلام‌نقشبند یزداني خپل نیمایي عمر له پولیو سره په مبارزه کې لګولی

غلام‌نقشبند یزداني خپل نیمایي عمر له پولیو سره په مبارزه کې لګولی

د پولیو اتلان

فاریاب، افغانستان (۲۸ وری ۱۴۰۳) - د فاریاب ولایت د مرکز میمنې ښار اوسېدونکی ۶۰ کلن غلام‌نقشبند یزداني له تېرو ۳۱ کلونو راهیسې د پولیو له ‌منځه وړلو په موخه د دغې ناروغۍ ضد واکسین ساتنې لپاره کار او هڅه کوي.

هغه چې تر دولسم ټولګي یې زده‌کړې کړې او د شپږو ماشومانو پلار دی وایي، له تېرو دریو لسیزو راهیسې په دغه ولایت کې د پولیو واکسین ساتنې (کولډ‌چېن) د مسوول په توګه دنده ترسره کوي او خپل نیمايي عمر یې په دغه کار لګولی دی.


غلام‌نقشبند یزداني په فاریاب کې د پولیو واکسین ساتنې (کولډ‌چېن) د مسوول په توګه دنده ترسره کوي او خپل نیمايي عمر یې په دغه کار لګولی دی

© له پولیو خلاص افغانستان | ۱۴۰۳ | عبدالصبور سیرت

 

د هغه په وینا د پولیو ضد واکسین په سړه خونه کې تر منفي ۲۵ سانټي ګرېډ درجې پورې ساتي څو اغېز یې کم نه شي او خپل کیفیت له لاسه ور نه کړي.

یزداني د پولیو دوه څاڅکي واکسین له پنځه کلونو څخه د کم‌ عمر ماشومانو ته د ګوزڼ له ناروغۍ څخه د ژغورلو لپاره مهم ګڼي او له میندو غواړي څو خپل ماشومان واکسین کړي.

 هغه وویل: «له ټولو مېندو غواړم چې خپل ماشومان له پولیو څخه د ژغورلو په خاطر واکسین کړي، موږ تل په خپلو مراکزو کې واکسین لرو او ۲۴ ساعته د نارینه او ښځینه رضاکارانو سره په ګډه د دوی خدمت ته حاضر او چمتو یو، دوی دې هڅه وکړي چې پر وخت خپل ماشومان واکسین کړي څو پر دغې ناروغۍ اخته نه شي.»


 د پولیو ضد واکسین په سړه خونه کې تر منفي ۲۵ سانټي ګرېډ درجې پورې ساتل کېږي څو اغېز یې کم نه شي او خپل کیفیت له لاسه ور نه کړی

© له پولیو خلاص افغانستان | ۱۴۰۳ | عبدالصبور سیرت

 

نوموړي خوښي وښودله چې په دې وروستیو کې د خلکو پوهای ډېر شوی او د پخوا په پرتله د فاریاب ډېر اوسېدونکي په خپله خوښه خپل ماشومان د واکسین لپاره راولي څو د پولیو په خطرناکه ناروغي اخته نه شي.

دی وايي، پولیو ناروغي درملنه نه لري او یوازینۍ وسیله واکسین دی چې د دې ناروغۍ مخنیوی کولای شي.

 ورته مهال د فاریاب ولایت عامې روغتیا ریاست د کتلوي معافیت مسوول ډاکټر فېروز فیاض له پولیو ناروغۍ سره په مبازره کې د غلام‌نقشبند هڅې ستايي.

 هغه وایي: «غلام‌نقشبند له څه باندې دېرشو کلونو راهیسې د پولیو او نورو واکسینونو د ساتنې برخه کې کار کوي، هغه په شته ۱۱ لویو یخچالونو څار کوي او د کمپاین پر مهال رضاکارانو ته د دوی د اړتیا وسایل اماده کوي، هغه هڅه کوي چې لومړیو لرې پرتو سیمو ته دغه واکسین ورسوي څو هېڅ ماشوم له واکسین څخه بې برخې نه شي.»


 په فاریاب کې د پولیو واکسین د دغه ولایت عامې روغتیا ریاست د کتلوي معافیت امریت او په ځانګړې توګه د غلام نقشبند تر څار لاندې په یخچال کې ساتل کېږي ©له پولیو خلاص افغانستان | ۱۴۰۳ | عبدالصبور سیرت 

 

د هغه په وینا غلام‌نقشبند په دغه ولایت کې تر ټولو باتجربه، خواري‌کښ او تکړه کس دی چې په یوازې ځان دغه ټولې چارې ترسره کوي.

په همدې حال د فاریاب ولایت د عامې روغتیا ریاست مسوولین وایي، چې د دوی روغتیایي ټیمونه د دغه ولایت ګوټ ګوټ ته د پولیو واکسین رسوي.

د فاریاب ولایت عامې روغتیا رییس ډاکټر فضل هادي فاروقي وایي، چې د پولیو ضد په هر دور کمپاین کې څه باندې ۶۰۰ زره ماشومان واکسین کېږي.


عبدالصبور سیرت | بلخ 

مهرالله عمرخېل؛ هغه واکسیناتور چې له واکسین مخکې باور جوړوي

- د کاپیسا ولایت په تګاب ولسوالۍ کې د پولیو واکسین ...

د ژمنتیا هغه مزل چې موخه یې د ماشومانو خوندي راتلونکی دی

د نورستان په غرنیو سیمو کې د یوه روغتیايي کارکوونک...