د پولیو ځپلې زینب مور: لور مې زموږ د غفلت له امله د پولیو په ناروغي اخته شوه
بدخشان، افغانستان (۶ کب ۱۴۰۲) - د بدخشان ولایت د مرکز فیض اباد ښار اړوند د حصاري په نوم په یوه لرې کلي کې د قلم نساء په نوم یوه مېرمن له خپل خاوند سره ژوند کوي چې درېیم اولاد (۱۳ کلنه زینب) یې په یونیم کلنۍ کې د پولیو/ ګوزڼ په ناروغۍ اخته شوی دی.
شاوخوا ۳۹ کلنه قلم نساء چې د زینب تر څنګ د ۲۰ کلن نثار، ۱۸ کلن بهرام، ۱۰ کلنې عایشې او ۸ کلنې فاطمې مور هم ده وايي، نور اولادونه یې روغ دي خو یوازې همدا یوه لور یې د پولیو په ناروغۍ اخته شوې ده.
دې وویل، د پولیو ناروغۍ زینب دومره ځپلې چې ټول اندامونه یې فلج دي، حرکت او خبرې نه شي کولای، په ښه او بد نه پوهېږي، لنډه دا چې د خوراک، څښاک او حمام په ګډون په ټولو کارونو کې دې او مشر ورور ته اړه ده.
هغې چې له دغو خبرو سره یې سترګې له اوښکو ډکې شوې، زیاته کړه: «د زینب دغه حالت له موږ څخه د ژوند خوشحالي اخیستې ده، کاشکې لور مې په دې خطرناکه ناروغي نه وای اخته شوې.»
دا وايي، لور یې په اصل کې د دې او خاوند د غفلت له امله په دې ناروغۍ اخته شوې، که دوی هغه مهال خپلې لور ته د پولیو واکسین ورکړی وای نو نن به په دې حال نه وه او د کورنۍ د اوږو بار به نه ګرځېدله.

قلم نساء خپلې ۱۳ کلنې پولیو ځپلې لور زینب ته خوراک ورکوي
© له پولیو خلاص افغانستان | ۱۴۰۲ | رقیبه حمیدي
دې د پولیو په ناروغۍ د خپلې لور د اخته کېدو کیسه داسې وکړه: «شاوخوا دوولس کاله مخکې - چې زینب د یو نیم کال وه او نور اولادونه مې هم واړه وو - موږ په یوه لرې سیمه کې ژوند کاوه، خاوند مې په بزګرۍ بوخت و، د کلي کلینک له موږ لرې و، د کار د ډېروالي په بهانه و نه توانېدم لور مې د واکسین لپاره کلینک ته بوځم، همدا غفلت او ټنبلي مې د دې سبب شوه چې زینب د پولیو په ناروغۍ اخته شي.»
دا وايي، د یوې مور په توګه یې د خپلې لور وضعیت سخت ځوروي، ځکه د هغې همزولې ښوونځي ته ځي او تر شپږم ټولګي یې رسولې خو دا په بستره کې فلج پرته ده او ان له ځایه نه شي خوځېدلای.
نوموړې د خپل خراب اقتصادي وضعیت څخه هم شکایت وکړ او ویې ویل چې خاوند یې کلونه مخکې بزګري پرېښوده او نجارۍ ته یې مخه کړه چې تر یوه حده یې اقتصادي وضعیت ښه و خو له تېرو دوو کلونو راهیسې ټکسي چلوي چې ورسره د دوی اقتصادي وضعیت هم لوېدلی دی.
دا وايي، خاوند چې یې څومره پیسې پیدا کوي نو نه پوهېږي چې د کور ورځني لګښتونه پوره کړي او که زینب ته پمپرز واخلي چې ان یوه اوونۍ یې هم نه بسېږي.
قلم نساء له دې خبرې سره خپلې لور ته په حسرت وکتل او وروسته یې د اوښکو په بدرګه زیاته کړه: «سخت ارمان کوم چې کاشکې زینب خبرې کولای شوای او ما ته یې د مور په نوم را ږغ کولای شوای.»
هغې چې غمګینې او پرېشانې څېرې یې د یوه لوی درد او کړاو کیسه کوله، له مېندو وغوښتل چې د دې په څېر دې ټنبلي او غفلت نه کوي، خپل ماشومان دې د پولیو پر وړاندې په منظمه توګه واکسین کړي څو د زینب په برخلیک اخته نه شي.

زینب له خپل مشر ورور نثار سره
© له پولیو خلاص افغانستان | ۱۴۰۲ | رقیبه حمیدي
نثار د زینب مشر ورور دی چې له خپلې مور وروسته د زینب اړتیاوو او کارونو ته رسېدګي کوي. دی وايي، هره ورځ چې د خپلې خور حالت ویني نو سخت ځورېږي او ان له ژونده یې زړه تورېږي.
نوموړي وویل: «د یوه ورور په توګه یې لوی ارمان دا دی چې کاش خور یې روغه وای، درس یې ویلای، له خپلې مور سره یې د کور په کارونو کې مرسته کولای او یا یې لږ تر لږه خپل کارونه په خپله کولای.»
دی هم وايي چې که والدین غواړي اولادونه یې روغ رمټ وي او د زینب په څېر د نورو د اوږو بار نه وي نو د پولیو ناروغۍ څخه د خوندیتوب په موخه دې یې وخت په وخت واکسین کړي، ځکه دا ناروغي درملنه نه لري او یوازې د واکسین په وسیله د مخنیوي وړ ده.
رقیبه حمیدي | بدخشان