• Toll-Free: 141

د پولیو په ناروغۍ د اخته هراتي ځوان ورکې شوې هیلې

کور د ساحې کیسې د پولیو په ناروغۍ د اخته هراتي ځوان ورکې شوې هیلې

د پولیو په ناروغۍ د اخته هراتي ځوان ورکې شوې هیلې

د ساحې کیسې

هرات، افغانستان (۷ کب ۱۴۰۲) - ۲۶ کلن امید حقجو په دوه کلنۍ کې د پولیو/ ګوزڼ په ناروغۍ اخته شوی چې د هغه یوه پښه یې فلج کړې او اوس د دوو لکړو په مرسته تګ کوي.

نوموړی په اصل کې د هرات ولایت د ګلران ولسوالۍ اوسېدونکی دی، خو له تېرو څو کلونو راهیسې د هرات ښار په لویدیځ کې په یوه وروسته پاتې سیمه کې له خپلو والدینو، مېرمنې او دوو وړو اولادونو سره ژوند کوي.

حقجو چې په یوه خصوصي پوهنتون کې یې د لیسانس تر کچې زده کړې کړې، د پولیو ناروغۍ په پایله کې د ورپېښ معلولیت له امله له فزیکي فعالیتونو بې برخې دی، هغه غوښتل فوټبالیست شي خو دا چې یوه پښه یې فلج ده نو له خپلې دې هیلې بې برخې شوی دی.

امید حقجو چې د خپلو دوو ماشومانو تر منځ ناست و، په ډېر ارمان وویل، د ګوزڼ له امله په ټولنه کې له ډېرو محدودیتونو سره مخ یم، هیله مې لرله چې درملنه مې وشي او د نورو سالمو انسانانو په څېر کار او ورزش وکړم، خو دا چې د پولیو ناروغي درملنه نه لري، ټولې هیلې مې خاورې شوې دي

© له پولیو خلاص افغانستان | ۱۴۰۲ | مرضیه فروتن


دی وايي، کله چې هره ورځ په وجود روغ انسانان ویني نو سخت ناهیلی شي او دا ارمان ورته ودرېږي چې کاشکې دی هم د هغوی په څېر روغ وای.

هغه چې د خپلو دوو ماشومانو تر منځ ناست و، په ډېر ارمان وویل: «د ګوزڼ له امله په ټولنه کې له ډېرو محدودیتونو سره مخ یم، هیله مې لرله چې درملنه مې وشي او د نورو سالمو انسانانو په څېر کار او ورزش وکړم، خو دا چې د پولیو ناروغي درملنه نه لري، ټولې هیلې مې خاورې شوې دي.»

هغه زیاته کړه: «خپل حالت ته په کتو چې کله وینم ځینې کورنۍ خپلو ماشومانو ته د پولیو واکسین نه ورکوي نو سخت خواشینی شم، هغوی دې زما حالت ته وګوري چې په څومره کړاوونو ژوند کوم، که د یوه روغ انسان پښې وتړل شي نو یو ګام هم نه شي اخیستلای خو زه له ۲۴ کلونو راهیسې له دغه حالت سره مخ یم.»

امید حقجو په دوه کلنۍ کې د پولیو/ ګوزڼ په ناروغۍ اخته شوی چې د هغه یوه پښه یې فلج کړې او اوس د دوو لکړو په مرسته تګ کوي

© له پولیو خلاص افغانستان | ۱۴۰۲ | مرضیه فروتن

 

حقجو وویل، د واکسین د دوو څاڅکو په مرسته ماشومان له دایمي ګوزڼ څخه ژغورل کېږي، په همدغه بنسټ هېڅ یوه کورنۍ باید د خپلو ماشومانو په واکسینولو کې غفلت ونه کړي.

د هغه په وینا، پولیو یوه ساري ناروغي ده، که یو ماشوم ورباندې اخته شي نو د نورو ماشومانو ژوند ته هم ګواښ پېښولای شي، دا خورا ښه اسانتیا ده چې واکسیناتوران د هر چا د کور تر دروازې ورځي، ماشومان واکسینوي او د هغوی ژوند ژغوري.

د امید حقجو پلار ۶۲ کلن عبدالمجید وايي، زوی یې د واکسین نه کولو له امله د پولیو په ناروغۍ اخته شوی دی.

نوموړي وویل: «زوی مې د دوو کلونو و چې سخت ناروغ شو او زوروره تبه ورته پیدا شوه، ډاکټر ته مې بوت، دوا یې ورکړه، خو له دریو ورځو وروسته متوجه شوم چې یوه پښه یې بې حسه شوې او حرکت نه لري، ورځ تر بلې یې پښه له حرکته لوېدله، کله چې مې بیا ډاکټر ته بوت نو راته ویې ویل چې له بده مرغه زوی دې فلج شوی دی.»

هغه زیاته کړه، په پیل کې یې تصمیم ونیو چې خپل زوی د درملنې لپاره ایران یا پاکستان ته بوځي، خو ډاکټرانو ورته وویل چې دا ناروغي درملنه نه لري؛ دې خبرې نوموړی سخت ناهیلی کړ، موده وروسته یې خپل زوی د سره صلیب روغتون ته بوت چې هلته ډاکټرانو پلاستیکي پښه ورته جوړه کړه او د تګ کولو لپاره یې لکړې ورکړې.

عبدالمجید وویل: «که له یوې خوا مې زوی د پولیو په ناروغۍ د اخته کېدو له امله ډېرې سختۍ لیدلې دي، نو بل خوا زه هم د یوه پلار په توګه د هغه دغه حالت سخت ځورولی یم؛ هغه مهال کور په کور د پولیو واکسین اسانتیا نه وه، نو له همدې امله ونه توانېدو خپل زوی واکسین کړو چې په پایله کې هغه د پولیو په ناروغۍ اخته شو.»

هغه زیاته کړه، پخوا ډېرو ماشومانو د شري، پولیو او ځینو نورو ناروغیو له امله خپل ژوند له لاسه ورکاوه، خو اوس د واکسینونو په راتلو د ماشومانو ژوند ژغورل شوی دی.


حقجو چې په یوه خصوصي پوهنتون کې یې د لیسانس تر کچې زده کړې کړې، د پولیو ناروغۍ په پایله کې د ورپېښ معلولیت له امله له فزیکي فعالیتونو بې برخې دی، هغه غوښتل فوټبالیست شي خو دا چې یوه پښه یې فلج ده نو له خپلې دې هیلې بې برخې شوی دی

© له پولیو خلاص افغانستان | ۱۴۰۲ | مرضیه فروتن

 

په هرات کې د ماشومانو د ناروغیو متخصص ډاکټر غلام فاروق عظیمي وایي، د پولیو ویروس پر وړاندې د ماشومانو واکسینولو په برخه کې هر ډول بې پروايي د ماشومانو ژوند له ګواښ سره مخ کوي.

هغه زیاته کړه: «پولیو درملنه نه لري، که کوم ماشوم په دې ناروغۍ اخته شي نو د تل لپاره فلج کېږي، د پولیو ناروغۍ د مخنیوي یوازینۍ لار واکسین کول دي او هېڅ ماشوم باید له واکسین څخه پاتې نه شي.»

ده وویل، په داسې حال کې چې په ټول هېواد کې د پولیو د مخنیوي لپاره واکسین او اړوندې نورې اسانتیاوې شته، خو بیا هم د پولیو د مثبتو پېښو ثبتېدل په هېڅ توګه د زغم وړ نه دي.

 

مرضیه فروتن | هرات